د امریکا د ددفاع وزارت وایي، چې د جمعې په ورځ یې په کندوز کې د یوې نښتې پر مهال دوه سرتېري وژل شوي دي. د پنټاګون د معلوماتو له مخې په وژل شوو کې ۳۳ کلن وېل ډي لینسي او ۲۹ کلن جوزف پي کولېټ شامل دي. پنټاګون وايي چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې څلور سرتېري په افغانستان کې د جګړې پر مهال وژل شوي دي. د پنټاګون د معلوماتو له مخې په کندوز کې یې وروستي وژل شوي دوه سرتېري پیاوړي کسان وو چې په بېلو هېوادونو کې یې د امریکا نظامي ماموریت مخ ته وړی و.



































