روسیه وایي طالبانو ترې غوښتي چې له امریکا سره د سولې د هوکړې په صورت کې د توافقاتو ضمانت وکړي. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، دوی له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو ملاتړي دي، خو دغه مذاکرات باید په سیمه کې د امنیت او ثبات سبب شي. دده په خبره دوی له طالبانو سره هم نږدې اړیکې لري او دغه ډلې ترې غوښتي چې له امریکا سره د سولې د کېدونکو هوکړو یا توافقاتو ضمانت وکړي. دده په خبره یوازې روسیې نه بلکې نورو هېوادونو ته هم طالب وسله والو دغه وړاندیزونه کړي دي او له دوی یې غوښتي چې د سولې د هوکړو ضمانت وکړي. کابلوف دا نه دي ویلي چې روسیه به ددغه هوکړو ضمانت وکړي کنه، خو تر دې وړاندې اروپايي ټولنې او روسیې په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.



































