د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې لاهم نږدې پنځوس سلنه زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي. د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو مرستیال ابراهیم شنیواری وايي د نوي ښوونیز کال په پيل سره به له ۱۲ سوو تر ۱۵ ښوونځیو کار عملاً پیل شي. پر همدې مهال د کلیو پراختیا او بیا رغورنې وزارت وايي، چې د ولسي تړون پروګرام له لارې د ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړوي. ددې وزارت چارواکو ویلي، چې۲۶۴۷ ښوونځيو کار په ۱۳۹۸ ه ش کال کې بشپړوي. دغه وزارت وایې چې ۸۳ میلونه ډالرو بودیجه ورته لري او له ځایې خلکو او قومي شوراګانو سره په همغږۍ به خپل کارونه مخکې وړي.



































