د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په ګردي كڅ سيمه كې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواكونو د عملياتو په مهال اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. ځايي اوسېدونکي وايي، په دغو عملياتو كې پنځه وژل شوي او درې ټپي شوي كسان ټول ملکي وګړي دي. د ګردي کڅ د ځوانانو ټولنې مشر رئيس خان غرني ویلي، چې په دې كسانو كې يو شمېر يې د فاتحې لپاره يادې سيمې ته ورغلي وو، چې په يوه حجره كې په ډله ييز ډول وژل شوي او ژوبل دي. د هغه په وينا، امنيتي ځواكونو پنځه نور ملكي كسان له ځانونو سره بېولي دي. د ننګرهار ولايتي چارواکي په ګردي کڅ سيمه کې ياده مرګ ژوبله تاييدوي، خو زياتوي، دغه عمليات د دولت د وسله والو مخالفينو د ځپلو په هدف ترسره شوي دي.



































