د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس عمر داوودزی وایي، ټولې هغه ولسوالۍ چې ناامنه هم دي باید د لویې جرګې له پلان نه پاتې نه شي. هغه چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، دوی هڅه کوي راتلونکې لویه جرګه کې د ټولو سیمو اوسېدونکو ته د ګډون بلنه ورکړي. هغه د خپلو خبرو پر دوام وویل، که څه هم دوی تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده کړې چې طالبانو ته په یاده ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې او کنه، خو په خبره یې که چېرته طالبان په دې جرګه کې د ګډون لیوالتیا ولري نو دوی یې هرکلی کوي. داوودزی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې طالبانو په وار وار له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کړی دی او اوسنی نظام یې ګوډاګی او بې صلاحیته بللی دی.



































