په کابل کې د امریکا سفارت مرستیالې کرن دیکر نن د ولسمشر له دویم مرستیال سرور دانش سره د سولې پر وروستیو پرمختګونو غږېدلې ده. د دویم مرستیال له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې کرن، دانش ته د سولې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي دي. سرچینه کاږي، په دې لیدنه د سولې د خبرو په بهیر کې پر شفافیت، د سولې په پروسه کې ټولو دخیلو لوریو په ځانګړې توګه د افغانستان خلکو او مدني بنسټونو ته د دقیقو معلوماتو پر رسولو ټینګار شوی دی. د سرچینې په خبره، سرور دانش زیاته کړه، د افغانستان د خلکو په استازیتوب افغان حکومت په هیواد کې تلپاتې سولې ته ژمن دی او په دې بهیر کې د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې خپل اصلي لومړیتوب بولي.



































