په ننګرهار کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله درې کسه ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې په مرکز جلال اباد کې کامران پلازا ته څېرمه د یوې شخصي معاینه خونې مخې ته چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو. ددغه توکو د چاودنې له امله درې ښځې او درې ماشومان سطحي ټپیان شوي او ددرملنې په موخه نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي. د جلال اباد ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



































