نن د کابل په اماني لېسه کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د ښوونځي زنګ په وهلو سره په رسمي توګه نوی ښوونیز کال پيل شو. ولسمشر غني وويل چې په تېرو کلونو کې، د ښوونې او روزنې په برخه کې پرمختګونه شوي او د ښوونکو او زده کوونکو شمېر هم زيات شوی دی، خو په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا شته. ( غوره معارف – غوره راتلونکې) د پوهنې وزارت سږنی شعار وبلل شو. ۱۳۹۸ ښوونیز کال داسې مهال پیلېږي چې لا هم په هېواد کې ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې درس وایي، خو ولسمشر غني وویل، چې لږ تر لږه د ۱۲۰۰ نویو ښوونځیو د جوړېدو کار پیل شوی دی. ولسمشر اړونده وزارتونو ته سپارښتنه وکړه چې له پوهنې سره دې هر اړخيزه همکاري وکړي او پوهنې ته دې د خپلو پروګرامونو په سر کې ځای ورکړي. پوهنې وزارت وایي، سږ کال به لږ تر لږه یو میلیون نوي زده کوونکي په ښوونځيو کې نوم لیکنه وکړي.



































