د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې جاپان د لوږې پراختيا د مخنيوي په موخه افغانستان ته څلور ميليونه ډالر ځانګړي کړي دي. د ياد پروګرام په وينا، په راتلونکو ۱۲ مياشتو کې به ۸۰ زره افغانان له بېړنيو خوراکي مرستو څخه برخمن شي او ۳۰ زره ميندې او ماشومان به له حياتي تغذيوي خدمتونو ګټه واخلي. د خوړو نړۍوال پروګرام ټینګار کړی چې دغه ملاتړ به د لوږې پراخېدو مخنیوي کې مرسته وکړي.



































