نشنل انټرسټ مجله په خپله یوه مقاله کې لیکي دا سمه ده چې په افغانستان کې پوځي حالت روان دی، خو په دغه هېواد کې د امریکا د ماتې پړه یوازې پر نظامیانو نه اچول کېږي. په مطلب کې راځي سره له دې چې زرګونه پوځیان په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه مخ ته وړي، خو د بهرنیو چارو وزارت په دې نه دی بریالی شوی چې په سیاسي لحاظ په افغانستان کې نفوذ ولري او په دغه هېواد کې د سیاست او دیپلوماسۍ له لارې وضعیت کنټرول کړي. نشریه لیکي د امریکا اوسنی سیاست ناکام دی، ځکه دوی له کلونو راهیسې جګړه کوي، تلفات ورکوي، پیسې لګوي خو په دغه هېواد کې د امنیت په راتګ، د سولې په راوستو او قوي حکومت په جوړولو کې بریالي شوي نه دي. نشنل انټرسټ په دې اوږده مقاله کې پر امریکا غږ کړی چې په افغانستان کې خپلې اوسنۍ تګلارې بدلې کړي او په دغه هېواد کې د سیاسي او ديپلوماتیکو پلانونو پر مخ قوي بنسټونه رامنځ ته کړي او دایمي ثبات راولي.



































