ملګرو ملتونو تایید کړې چې په کندوز کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما ویلي، بهرنیو ځواکونو د روانې میلادي میاشتې په ۲۳ او ۲۴مه په کندوز کې هوايي عملیات کړي، چې له امله یې دیارلس کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. سرچینه زیاتوي له دې ډلې یوازې ۱۰ یې ماشومان او درې نورې مېرمنې دي. یوناما دغه برید غندلی دی او وایي د ملکي وګړو وژل له هر لوري چې وي جنایت دی او باید د ورته پېښو له تکرار مخنیوی وشي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو تر مرستندویه دفتر وړاندې بهرنیو ځواکونو هم منلې وه، چې په کندوز کې یې په عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده، خو حکومت تر دې دمه په دغه پيښه چوپ دی.



































