تېر میلادي کال افغانستان ته د روسیې د نفتي توکو صادرات ۲۰ سلنه زیات شوي، په داسې حال کې چې افغانستان او منځنۍ اسیا ته د روسیې ټول نفتي صادرات ۱۵.۵ سلنه لوړ شوي دي. راپورونه ښيي چې افغانستان په سیمه کې د روسیې د نفتي محصولاتو له مخ پر ودې بازارونو څخه ګڼل کېږي. په ورته مهال بیا له بیلاروس څخه هم افغانستان ته نږدې ۴۰۰ ززره ټنه نفتي توکي صادر شوي دي.




































