د ګالوپ په نوم د امريکا د نظر پوښتنې شرکت په وروستيو کې د يوې سروې پایله خپره کړې، چې له مخې يې، تېر کال په نړۍ کې د چين د رهبرۍ له وړتيا څخه د خلکو د ملاتړ کچه په سلو کې ۳۶ ته رسیدلی او نسبت امريکا ته يې ۵ سلنه زياتوالی ښودلی دی.
دغه شمېر نه يوازې د چين او امریکا پر وړاندې د نړيوالې ټولنې د رښتينو احساستو ښکارندويي کوي، بلکې دا هم ورڅخه ښکاري چې چين د نړۍ باور ترلاسه کړی او امريکا بیا برعکس نړیوال باور له لاسه ورکړی دی.
ګالوپ په څه باندې ۱۳۰ هېوادونو او سيمو کې دغه سروې ترسره کړې او ګڼ خلک یې پوښتلي دي.
په دغې سروې کې راغلي، چې تېر کال د امريکا د رهبرۍ له وړتيا څخه د ملاتړ انډول په سلو کې ۳۱ و، چې دغه شمېر يې د وړم کال په پرتله په سلو کې اته ټيټوالی ښيي. د دې ترڅنګ د چين د رهبرۍ له وړتيا څخه د ملاتړ انډول له ۳۲ څخه ۳۶ سلنې ته لوړ شوی دی.
دلته د پاملرنې وړ خبره دا ده، چې د برېتانيا، هسپانيا، ايتاليا او ايرلنډ په شمول د سروې په ۲۳ هېوادونو او سيمو کې له چين د ملاتړ کچه څه باندې لس سلنه زياته شوې ده. د دغو هېوادونو خلکو د رهبرۍ وړتيا د پېژندل کېدو په برخه کې له چين څخه ډېر او له امريکا څخه بیا لږ ملاتړ کړی دی.
ښايي، ځينو ته پوښتنه پيدا شي، چې ولې دغسې لوی بدلونونه رامنځته شوي؟
د دغو بدلونونو لاملونه نه يوازې د چين او امريکا د لنډمهاله تګلارو له بدلون سره، بلکې په نړيوالو چارو کې د دغو دوو هېوادونو د عملونو په بنسټیزو توپیرونو پسې تړلي دي.
امريکا په بدو کړنو په نړۍ کې خپل شهرت زيانمن کړی
امريکا لنډه موده وړاندې له څو نړيوالو سازمانونو څخه وتلې او هڅې کوي، چې پر نورو هېوادونو خپلې غوښتنې په زور ومني، چې د ساري په توګه یې ایران او وينزويلا يادولی شو.
امريکا په تېرې يوې مودې کې د ايران او وينزويلا په شمول پر ځينو هېوادونو پوځي بريدونه کړي او هم يې سوداګریزې شخړې ته مخه کړې او د نړۍ په ګڼو هېوادونو يې تعرفې لګولې دي.
ډېرو هېوادونو د امریکا دغه کړنې له نړيوالو اصولو څخه سرغړونه بللې او اوس یې خپل ملګري هېوادونه هم غواړي، چې له امریکا سره اړيکو ته بيا کتنه وکړي.
سروې ښيي، د امريکا د رهبرۍ وړتيا د پېژندل کېدو په برخه کې له دغه هېواد څخه د جرمني په شمول د ملګرو هېوادونو د ملاتړ انډول ښکاره ټيټ شوی دی. خو په دې جملې کې له امريکا څخه د اسرائيل د ملاتړ انډول بیا ۷۶ سلنې ته لوړ شوی، چې دا د منځني ختيځ د وضعيت او د فلسطين او اسرائيل په شخړو کې د امريکا پر دريځ پسې تړاو لري.
د امریکا په پرتله چين بیا په دې برخه کې اطمينان ښودلی دی. چين له اوږدې مودې راهيسې د نړيوالې سولې د جوړونکي، د نړيوال پرمختګ د خدمتګار او د نړيوال نظم د ساتونکي په توګه خپل رول لوبولی او د کمربند او لارې د ابادۍ او د نړيوال پرمختګ د وړانديزونو په شمول د څو اړخيزو همکاريزو ميکانيزمونو په رڼا کې يې د بنسټيزو تاسيساتو، د سوداګرۍ او پانګونې او له اقلیمي بدلون سره د مقابلې په برخو کې ډېر عامه خدمتونه برابر کړي او د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو کې یې پراخ ملاتړ خپل کړی دی. د چين دغه ملاتړ د لنډمهالو پروژو پر پلي کولو نه، بلکې د خپلو مسلسلو او ثابتو خدمتونو پر بنسټ تکيه لري.
ګالوپ په یوې شننې کې ويلي، له تېرو شلو کلونو راهيسې د امريکا د رهبرۍ وړتيا ته د نړيوالو نظريې بدلې شوې، له دې څخه ښکاري چې نړۍ د څو قطبيز نظم د جوړېدو په لوري روانه ده.
ډېری هېوادونه او سيمې او په تېره بيا د امريکا متحد او ملګري هېوادونه غواړي، چې د لويو هېوادونو په منځ کې برابري وساتي او نه غواړي، چې يوازې د يوې خوا تر څڼګ ولاړ وي. په بله ژبه نړيوال نه غواړي چې د ځنګل قانون اصول مراعات کړي، بلکې د ثبات، همکارۍ او پرمختګ په لټه دي او همدې ته لېوالتيا لري.
نن ورځ د نړيوال مديريت سيسټم له ژورو بدلونونو سره مخ دی او نړيوال پر دې ښه پوهېږي، چې څوک رغنده اجنډا پرمخبيايي او څوک ګډوډي راپورته کوي.
چين به په راتلونکي کې د نورو هېوادونو د ملاتړ له امله کبر او مغرور ونه کړي او نه به هم د امريکا د تګلارو د بدلون په اثر خپله رويه بدله کړي او په پرانيستې، ټولشمولې او مسؤلانه رويې به د نړۍ تمو او هيلو ته ځواب ووايي.




































