که د امریکا او ايران ترمنځ شخړه دوامداره او وغځېږي، نو ښايي هرمز تنګی له اوږدمهالو خنډونو او يا حتی بندېدو سره هم مخ شي. همدا لامل دی، چې اوس ډېرو هېوادونو او په تېره بیا امريکا د سره سمندر لارې ته پام اړولی دی.
اېرتريا يو افريقايي هېواد دی، چې مخکې د لوېديځو هېوادونو له پامه غورځېدلی و، خو اوس د واشنګټن مخ ور اوښتی او مهم مېلمه یې ګرځولی دی.
والسټريټ په دې وروستيو کې ويلي، د امريکا حکومت پر اېرتريا د بنديزونو د لغوه کولو پلان لري، څو له سره سمندر څخه د امریکايي بېړيو د تېرېدو لپاره د دغه هېواد ملاتړ خپل کړي.
نړيوال څنګه د اېرتريا په اړه د امريکا په بدلې رويې پوهېدلی شي؟
دلته به د اېرتريا پر وړاندې د امريکا سړې رويې ته کتنه ولرو.
د امريکا مخکيني ولسمشر جوبایډن په ۲۰۲۱م کال کې پر بشري حقونو د تېري او په ايتوپيا کې د کورنۍ جګړې د لمسون په پلمه پر اېرتريا سخت بنديزونه ولګول. لوېديځې رسنۍ له اوږدې مودې راهيسې اېرتريا په افریقا کې ډيموکراتيکه کوريا بولي او د دغه هېواد د سرتېرو د ګومارلو پر تګلارې او سياسي چاپېريال يې پر له پسې نيوکې کوي. پوښتنه دا ده، چې د لوېديځ په رویې کې ولې ناڅاپي بدلون راغی؟
کله چې هرمز تنګی بند شو او ورپسې حوثي وسله والو ګواښ وکړ، چې په باب المندب تنګي کې به دوهم جنګي ميدان پرانيزي، نو سمدستي د امريکا رويه هم ورسره بدله شوه.
والسټريټ په یوې لیکنې کې ويلي، د ټرمپ حکومت اوس له اېرتريا سره د دوه اړخيزو اړيکو د ښه والي لپاره هڅې کوي، ځکه دغه هېواد د سره سمندر پرغاړه پر يوې مهمې جيوپولټيکې سیاسي سيمې کنټرول لري.
د افريقايي چارو لپاره د ټرمپ لوړ پوړي سلاکار مساد بروس رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې پر اېرتريا د ځينو بنديزونو د لغوه کولو پلان لري.
ځيني امريکايي چارواکي پر اېرتريا بنديز لګونه او په ټيټې کچې ورسره تماس ساتنه عملي کېدونکی کار نه بولي، خو بیا هم پر دې اند دي، که امريکا له اېرتريا سره د بنديزونو د لغوه کولو په پلمه خبرې وکړي، نو ښايي دغه چاره یې په سره سمندر کې خپلو دايمي ګټو ته لاره هواره کړي. دوی زیاتوي، که څه هم اېرتریا د بشري حقونو په برخه کې شرموونکی ريکارډ لري، خو د واشنګټن لپاره سور سمندر ډېر مهم ستراتيژيک مقام لري، نو ځکه اړ دی چې له دغه هېواد سره اړيکې بيا ورغوي.
دغه ډيپلوماتيک بدلون د افريقا پر وړاندې د امريکا د تګلارې د ژور منطق ښکارندويي کوي: واشنګټن د خپلو ګټو لپاره د ارزښتونو توپيرونه له پامه غورځوي او په خپله خوښه پرېکړه کوي، چې پر کوم هېواد بندیزونه ولګوي او له کوم يې لرې کړي. اېرتريا د سره سمندر په جنوب کې موقعيت او څه باندې زر کيلو متره سمندري کرښه لري. امريکا اوس غواړي له دغه هېواد سره اړيکې بيا ورغوي، خو په حقيقت کې د دغې کړنې تر شا یې جيوپوليټيکه سياسي سیالي پرته ده. امريکا هر وخت همداسې رويه غوره کوي، که يو هېواد ته اړتيا ولري، نو بیا یې ملګری بولي او که اړتيا ورته نه لري، نو بیا یې برعکس مجرم او ګنهګار بولي. همدا د افريقا پر وړاندې د امريکايي تګلارې اصل ښکاره کوي.
په حقيقت کې امریکا د افریقا پر وړاندې دوه ګونې ډيپلوماتيکه تګلاره غوره کړې ده: هغه افریقايي هېوادونه چې له امريکا څخه ملاتړ کوي، که څه هم د بشري حقونو په برخه کې خراب ريکاډونه هم لري، د واشنګټن ملګري هېوادونه دي او پر هغو افریقايي هېوادونو چې د امريکا ملاتړ نه کوي، بیا بنديزونه لګوي.
دلته به د بېلګې په توګه جنوبي افریقا ته اشاره ولرو.
جنوبي افریقا د افريقا په لویې وچې کې تر ټولو لوی صنعتي هېواد دی او هڅې کوي، چې د ځمکو د اصلاحاتو له لارې د استعمار او نژادي توپیر بې عدالتۍ او سيسټم کې سمون راولي، خو دغې کړنې يې د امريکا غوسه راپارولې ده.
امريکا له جنوبي افریقا سره د کمزورو سپين پوستو بزګرو د ساتلو په پلمه د مرستو او اېډز ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول پروژې درولې دي او هم یې له دغه هېواده خپل سفیر ايستلی دی او حتی د جي شل په سرمشريزې کې یې د جنوبي افريقا ګډون هم منع اعلان کړی دی.
ولې امریکا له جنوبي افريقا سره داسې چلند کوي؟
داسې نه ده، چې د جنوبي افریقا د ځمکو د اصلاحاتو تګلاره د اېرتريا د بشري حقونو جنایتونو په پرتله سخته ده، بلکې اصلي لامل یې دا دی، چې دغه هېواد په نړيوال ډګر کې په ډېر زړورتوب له فلسطين څخه ملاتړ کوي او پر روسیې يې نيوکې رد کړي او هم یې د لوېديځو هېوادونو د بادارۍ د مخنيوي لپاره د برېکس ميکانيزم پرمخ وړي. امريکا د جنوبي افریقا دغه کړنې د خپلو ملي ګټو په زیان بولي، خو د اېرتريا پر وړاندې یې د تګلارې بدلون بيا له حقيقته پرده پورته کوي: د امريکا د تش په نوم بشري حقونو او ډيموکراسۍ اصول نه بدلېږي، خو د خپلو ستراتيژيکو ګټو لپاره یې بیا ادلون بدلون پکې راولي او د خپلو ګټو وسیله یې ګرځوي.



































