د ویکي پېډیا د تعریف پر اساس «ملي شعور د ملي هویت یو مشترک درک دی. د خلکو یوه ډله باید په دې وپوهېږي چې دوی ګډ ژبني، قومي او کلتوري بنسټ لري. په تاریخي لحاظ، د ملي شعور ویښېدل د ملت د جوړېدلو په لاره کې لومړنی ګام دی.»
له نورو مقدماتي خبرو څخه چې را تېر شو، پښتون قام په افغانستان کې د وګړو داسې یوه عظیمه کتله ده چې ګډه ژبه، ګډ کلتور، ګډ تاریخ او مشترک مذهب لري. (له توریو، اکثریت بنګښو او اقلیت اورکزیو پرته، نور د پښتنو په سلو کې اته نوي کسان سنيان او حنفي مذهبه دي.) له دې ټولو مشترکو صفاتو سره سره، پښتانه ښايي په اسیا کې تر ټولو نورو قومونو ډېر سره وېشل شوی قوم وي او د لیکلي او فولکلوري تاریخ په حواله، تر ټولو قومونو زیات په خپل منځ کې جنګېدلی دی. لیکلی او فولکلوري تاریخ موږ ته وايي چې پښتون له پېړیو راهیسې پر قبیلو او تپو وېشل شوی قام دی، چې د خپل اوږده تاریخ په اوږدو کې یې لږ د یوه ګډ دښمن پر ضد، د لنډ وخت لپاره وحدت کړی، تورې ته یې لاس کړی او د ګډ دښمن تر وهلو او شړلو وروسته یې بېرته خپلې زړې قومي دښمنۍ پیل کړې او د یو او بل سرونه یې وهلي دي.
پښتنو په حقیقت کې چندان داسې مشران هم نه دي درلودلي چې د دوی د یو موټي کولو او ملت کولو لپاره یې ملا تړلې وي. په اوولسمه پېړۍ کې د پښتنو د تاریخ تر ټولو هوښیار مشر خوشحال خان خټک د پښتنو دغه مزمن مرض ته چې د ټولو ناروغیو، بدمرغیو او ټولنیزو ستونزو اصلي علت و، ښه متوجه و او تر بل هر شاعر او مشر یې د پښتنو د یو موټي کولو او تر یوه بیرغ لاندې راټولولو لپاره هلې ځلې وکړې او په دې اړه یې ویلي:
اتفاق په پښتانه کي پیدا نه شو
ګنې ما به د مغول ګرېوان پاره کړ
هره چار د پښتانه تر مغول ښه ده
اتفاق ورسره نشته ډېر ارمان
خوشحال خان خټک چې په حقه یې د پښتنو د پلار نوم ګټلی دی، د پښتنو د یو ځای کولو ارمان ګور ته یووړ. نه یوازې نورو قومونو د هغه ملا ونه تړله، بلکې د خټکو قبیلې د ده خپلو تربرونو، وروڼو او خپلو زامنو، د قام د خانۍ ګټلو لپاره د هغه په مقابل کي تورې او وسلې ته لاس کړ.
مغول بې قدره پښتون بې ننګه
توبه له تورې توبه له جنګه
تسبېح په لاس کې په نظام پورې کښې
ناست په مسجد کښې جمدر تر څنګه
په شلمه پېړۍ کې یوه بل پښتون مشر، فخر افغان خان عبدالغفار خان د پښتنو د یو موټي کولو او په تعلیم سمبالولو لپاره چیغه پورته کړه. کلي په کلي، قام په قام، حجره په حجره وګرځېد. د خپل قام لپاره د مشروع غوښتنو په ګناه یې تقریباً دېرش کاله په زندانونو او تبعید کې تېر کړل او د خوشحال خان په څېر یې دا عالي او انساني ارمان ګور ته یووړ. هغه که په ژوند کې د لر او بر پښتانه ترمنځ خنډ له منځه یو نه وړای شو، نو په خپله جنازه یې ډکه ورکړه او په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو.
ما په ۱۹۸۲ ز کال کې پاچاخان په هشنغر کې د هغه په خپل کور کې چې ډېر سخت ناروغ او کمزوری و، ولید. هغه پاچاخان چې ما د ښوونځي په کلونو کې په کندهار کي لیدلی و او زما په ګمان د کندهار تر ټولو خلکو جګ او غټ و، دومره وړوکی شوی او کمزوری شوی و چې په یوه واړه کټ کې پروت و. ما د خپلو پوښتنو په ترڅ کې ورته وویل چې پاچاخان تاسې د پښتنو د یوه مشر په حیث… د خبرې بشپړولو ته یې پرې نه ښودلم، په غوسه شو او ماته یې وویل څه شی!؟ تاسو کې مشر له کومه شو؟ تاسو کله قوم یی؟ تاسو کله مشر لرلی؟ که مو لرلی اوس به مو د پاکستان په کمپونو کې ګدايي نه کوله. د هغه ټولې خبرې د کاڼي کرښې وې، خو دا غوسه یې پر ما داسې ولګېده چې د زړه تل یې را خبر کړ. هغه د یوه مهربان او خواخوږي مشر په حیث، ډېر تریخ حقیقت ویلی و.
په افغانستان کې د څه کم څلوېښتو کلونو راهیسې جنګ روان دی. د پښتنو تاریخ خو هسې هم په جنګونو او یرغلونو کې تېر شوی دی، خو هېڅ وخت یې په دومره لږ وخت کې دومره زیاتې جنازې چې په سلو کې پنځه اتیا به یې د زلمیو او ماشومانو وي، له کورونو څخه نه وي وتلې. هېڅ وخت یې کلي او ښارونه دومره تباه شوي نه وو او په خپل ټول تاریخ کې هېڅ وخت دومره سپک شوي نه وو چې ګاونډیان دې د ګدایانو او نړیوال دې په ټوله بې انصافۍ د ترورېستانو په سترګه ورته وګوري.
په دې دومره اوږده غمیزه کې یو پښتون مشر پیدا نه شو چې د ټولو پښتنو د یو موټي کولو او یا لږ تر لږه د افغانستان د پښتنو د یو کولو او د هغوی د دې زاړه او وژونکي رنځ علاج ته ملا وتړي. منورین یې د لوی کندهار، لوی ننګرهار او لويې پکتیا شعارونه ورکوي. د پښتنو کور په لوی لاس پر کورګیو وېشي او قومي خاینین د پوپلزیو، الکوزیو، غلجیو، توخو او… قومي اتحادیو په جوړولو او پراخولو لګیا دي او د پښتنو د دې رنځور او پر ځانکندن پروت وجود ټوټې کولو ته یې ملا تړلې ده. د پښتنو د ختیځې او لوېدیځې لهجې د لیکدود پر سر جنجال چې کېدای شي د علمي او مسلکي کنفرانسونو او غونډو له لارې حل شي، د دښمنۍ سرحد ته رسېدلی دی او زه یقین لرم چې دې اختلاف ته په لمن وهلو او د پښتنو ترمنځ د دایمي درز د اچولو لپاره به دښمنان ډېرې زیاتې پیسې لګوي. هوښیاران به پیسې او امتیازات پکښې اخلي او جاهلان به یې په پټو سترګو پیروي کوي. هغه کسان چې غواړي د پښتنو د توکمونو او قومونو ترمنځ یووالی راشي او یو واحد او غښتلی ملت ورڅخه جوړ شي، هغوی زما په څېر بې وسه دي او هغه چې وس لري، هغوی له بده مرغه یا خیانت ته ملا تړلې او یا نه پوهېږي.
پښتانه چې تر څو پورې یو شوي نه وي او یو غښتلی پر پښو ولاړ ملت یې جوړ کړی نه وي، د هغوی د پېړیو رنځ به همداسې دوام لري او د خپل او پردي په کور کې به سپک وي. د هغوی د رنځ علاج په شعرونو، مقالو، ښکنځلو، غندلو او ښېراوو نه کېږي. دا سیاسي عمل او اقدام دی. دا د ځوانانو وظیفه ده چې ملا وتړي، سیاسي تشکیلات جوړ کړي او زموږ سپین ږیرو دعا او سلا ورسره واخلي. د یوه سپین ږیري په حیث مې دا خبره څو څو ځله کړې ده چې هر څوک چې تاسې پر سمت، لهجه، قوم او توکم وېشي، هغه ستاسې دښمنان دي. دښمنانو ته په خپلو منځونو کې ځای مه ورکوئ. زلمیو ته مې دا خواست دی چې ناوخته کېږي، که مو په سیاسي ډګر کې یو ځل ماته وخوړه، نو بیا به د ډېرې زیاتې او نامعلومې مودې لپاره د پرله پسې ماتو انتظار باسی.