د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس، ملا عبدالحق همکار، ویلي چې د هېواد د برېښنا سکټور د پیاوړتیا په موخه یوازې تېره اوونۍ ۶۵ نوي قراردادونه لاسلیک شوي دي. د راپور له مخې، نوموړي دغه څرګندونې د میدان وردګو ولایت د برېښنا ریاست د نوي رییس د معرفۍ په مراسمو کې کړې او ویلي یې دي چې برېښنا د خلکو له اساسي اړتیاوو څخه ده او د دې سکټور د پراختیا لپاره به عملي اقدامات دوام ولري. ملا عبدالحق همکار زیاته کړې چې د برېښنا د تولید او پراختیا په برخه کې هڅې روانې دي او د دې سکټور د پیاوړتیا لپاره به نورې پروژې هم عملي شي. د راپور له مخې، د څېړونکو په باور، افغانستان د برېښنا د تولید په برخه کې د شاوخوا ۳۲۰ زره مېګاواټه ظرفیت لري او په وروستیو کلونو کې دې سکټور ته د پانګوالو لېوالتیا هم زیاته شوې ده.





























