د امریکا د اکسيوس مطبوعاتي ويبپاڼې د جولای په ۲۵مه نېټه خبر ورکړی، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۲۴مه نېټه امريکایي ځواکونو ته امر ورکړی، چې په همدې ورځ پر ايران بريدونه ونه کړي. تر دې وړاندې امريکايي ځواکونو په مسلسلو ديارلسو ورځو کې پر ايران هوايي بريدونه کړي دي.
د خبر له مخې، د ټرمپ له دې اقدام څخه داسې څرګندېږي چې هغه له یوې خوا، غواړي د ډیپلوماتیکو هڅو لپاره زمینه برابره کړي او له بلې خوا پر دې هم ښه پوهېږي، چې که پراخ پوځي عملیات بیا پیل نه شي، یوازې هوايي بریدونه به مطلوبې پایلې ونه لري. سرچینې وایي چې امریکایي ځواکونه د احتمالي پراخو پوځي عملیاتو لپاره د بېلابېلو پلانونو پر جوړولو بوخت دي، خو ټرمپ لا تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.





























