د امریکا د سوداګرۍ استازي دفتر د جولای په ۲۳مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې د ۱۹۷۴م کال د سوداګرۍ قانون د ۳۰۱مې مادې له مخې به د مجبورۍ کار په پلمه د ۶۰ هېوادونو او سیمو پر محصولاتو له ۱۰ سلنې څخه تر ۱۲ اعشاریه ۵ سلنې پورې تعرفې وضع کړي. دغه اقدام به د امریکا د ځايي وخت د جولای په ۲۴مه نېټه نافذ شي.
د امریکا د نړیوالې سوداګرۍ محکمې د تازه سند له مخې، څو تصدیو د تعرفې د یاد نوي اقدام په اړه دوه دعوا لیکونه محکمې ته وړاندې کړل.
په یوه دعوا لیک کې ویل شوي، چې د امریکا حکومت د تعرفې وضع کولو یاد نوی اقدام د اړوندو قوانینو له صلاحیت څخه وتلي دي.
په بل دعوا لیک کې د امریکا له نړیوالې سوداګرۍ محکمې غوښتنه شوې، چې د امریکا د یاد غیرقانوني اقدام محاکمه وکړي او لغوه یې کړي.
د امریکا د سوداګرۍ استازي دفتر تر اوسه دې ته غبرګون نه دی ښودلی.





























