دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

اوکراین د ایران پر سوداګریزې بېړۍ برید کړی؛ خو ولې یې ترمنځ شخړې زور اخیستی؟

جولای 27, 2026
in نړیوال خبرونه
0 0

اوکرایني ځواکونو د روانې میاشتې په ۲۵مې نېټې په کسپین سمندرګي کې پر یوې ایراني سوداګریزې بېړۍ برید کړی، چې له امله یې د عملې يو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

 ایران دغه برید په کلکه غندلی او په تهران کې يې د اوکراین شارژدافیر هم احضار کړی دی.

شنونکي په دې باور دي، اوکراین په دغسې کړنو هڅې کوي چې د ايران د هغو کړنو مخه ونيسي، چې روسیې ته ډرون او نور پوځي تجهیزات ورکوي او د دې ترڅنګ امريکا ته ښه نیت وښيي.

دا پېښه د اوکراین او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي د زياتېدو ښکارندويي کوي او هم د امريکا او ایران ترمنځ د کړکېچ او د روسیې او اوکراین د شخړې د مخ په زیاتیدونکې متقابلې اغېزې ښودنه کوي، خو داسې امکان نه لیدل کېږي، چې اوکراین او ایران به د بشپړې کچې ټکر په لور ولاړ شي.

پر ایراني سوداګریزې بېړۍ برید

ایراني رسنیو ويلي، اوکرایني ځواکونو د روانې مياشتې د ۲۵مې نېټې په سهار وختي په کسپین سمندرګي کې پر ایراني سوداګریزې بېړۍ برید کړی، چې له امله یې لویه چاودنه رامنځته شوې ده.

د ایران بهرنیو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې دغه پېښه په سختو ټکو غندلې او دا برید یې د ملګرو ملتونو د منشور له بنسټیزو اصولو څخه سرغړونه، د “تیري عمل” او د کسپین ساحلي هیوادونو لپاره امنیتي ګواښ بللی دی. د اعلامیې په ټکو، اوکراین باید د دې پېښې “مسؤلیت پر غاړه واخلي” او ایران حق لري، چې ځواب ورکړي. د ایران بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د اوکراین شارژدافیر هم احضار کړی دی.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په همدې ورځ د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ لپاره د اروپايي ټولنې له لوړپوړي استازي کلاش سره تلیفوني خبرو کې له اروپايي ټولنې او نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې دې پېښې ته غبرګون وښيي.

د اوکراین ولسمشر ولاديمير زیلینسکي د همدې ورځې په لومړيو کې پر ټولنیزو رسنیو ویلي، چې “په کسپین سمندرګي کې د اوکراين د لرې واټن بریدونو خورا قوي پایلې ترلاسه کړي او هغه بېړۍ چې د ایران د پوځي مالونو د لېږدولو لپاره کارول کېده او يوه جنګي بېړۍ وه، په نښه شوې ده.”

د اوکراين دوه ګوني هدف

شنونکي په دې باور دي، چې پر ایراني سوداګریزې بېړۍ د برید لپاره د اوکراین پرېکړه دوه اصلي موخې لري.

۱- له روسیې د ایران د پوځي ملاتړ بندول

اوکراین په دې وروستیو کې د روسیې پر څو هدفونو او په ځانګړې توګه د انرژۍ او لوژستیک زېربناوې په نښه کړي، چې له امله یې د روسیې اقتصاد او د خلکو ژوند ډ‌ېر اغېزمن او زیانمن شوي دي. په ورته وخت کې روسیې بیا د ډرون او بالستیک توغندیو په کارولو سره د اوکراین دننه پر څو موخو لوی بریدونه کړي او اوکرایني لوري ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

شنونکي وايي، هغه بې پیلوټه الوتکې چې روسیه یې پر اوکراین د برید لپاره کاروي، تر یوې اندازې ایراني پرزې پکې کارول کېږي او کسپین سمندرګی د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي اکمالاتو د لېږد لپاره یو مهم دهلیز دی.

د اوکراین له لوري په کسپین سمندرګي کې د ایراني سوداګریزې بېړۍ په نښه کول، ښايي له روسیې د ایران د ملاتړ لګښت لوړ کړي او روسي ځواکونه دې ته اړ کړي، چې د ياد سمندري دهلیز د ساتنې لپاره د خپلو ځواکونو یوه برخه ور ولېږي او دا به په جنګي میدان کې د روسیې پوځي وړتیاوې کمزورې او د اوکراین لپاره به ډېر ګټور ستراتیژیک وضعیت رامنځته کړي.

۲- له امريکا سره پر ايران د فشار اچولو کې همکاري او په بدل کې يې له روسيې سره جګړه کې د امريکا د ملاتړ ترلاسه کول

امريکا له اوله اوکراین ته د پوځي مرستو عمده ورکوونکې ده، خو ولسمشر ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له راستنیدو راهیسې په مکرر ډول پر اوکراین فشار راوړی، چې د شخړې د پای ته رسولو لپاره روسیې ته امتیازات ورکړي. د ټرمپ دغه فشار اوکراین په یوه ستونزمن حالت کې راګير کړی دی.

اوکراین اوس دوامدارې هڅې کوي چې خپل “ارزښت” لوړ وښيي او د امریکا پرېکړو او فشار ته بدلون ورکړي.

اوکراین د امریکا او ایران د جګړې له پیلیدو لږ څه وروسته له اسراییل او خلیجي هېوادونو سره د ډرون ضد تخنیکي ملاتړ کړی دی.

کله چې امریکا او ایران په جون کې د اوربند هوکړه لاسلیک کړه، نو ورپسې واشنګټن پر تهران پر له پسې فشارونه راوړل، چې غوښتنې يې ومني، خو وروسته یې هوکړه لغوه اعلان کړه او له څو مسلسلو ورځو راهیسې يې پر ایران بريدونه وکړل او تراوسه د ايران په تسلمېدو کې پاتې راغلې ده.

 اوکراین په دغسې وضعيت کې د نوي فرصت په لټه دی.

د برېتانيې فایننشل ټایمز ورځپاڼې د ایران د دننه د سرچينو په قول خبر ورکړی، چې پر ایراني سوداګریزې بېړۍ د اوکراین د برید هدف پر تهران فشار اچول دا پيغام ورکوي: که چیرې ایران له امريکا سره یوې موافقې ته ونه رسېږي، نو شمالي سرحد به يې چې ستراتیژیکه پایه يې بلل کېږي، له امنیتي ګواښونو سره مخ شي.

شنونکي دا هم وايي، په کسپین سمندرګي کې د اوکراین د لرې واټن برید له سيمې هاخوا د جنګي وړتیا ښودنه کوي او دا د اوکراين له لوري د امريکا او لوېدیځ د دوامدارو نظامي مرستو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

ايا دا دوه جګړې به سره یو ځای شي؟

کله چې اوکراین او اسراییل په تېر مارچ کې د ډرونونو همکارۍ پیل کړې، ایران خبرداری ورکړ، چې د اوکراین ټوله خاوره به د دوی د بریدونو مشروع هدف وګرځي.

شنونکي وايي، د اوکراین دا ځل مستقيم بريد ته د ایران غبرګون خورا شدید معلومېږي او ښايي د دواړو خواوو ترمنځ تاوتريخوالی زيات کړي.

اوکراين په کسپین سمندرګي کې پر ایراني بېړۍ پر بريد سربيره د روسیې او ایران ترمنځ د استخباراتي همکارۍ څارنه هم پیاوړې کړې ده.

زیلینسکي د جولای په ۲۵مې نېټې پر ټولنیزو رسنیو ویلي وو، اوکراین دې ته متوجه دی، چې روسیه ایران ته د منځني ختیځ په اړه د سپوږمکيو له لارې اخيستل شوي انځورونه او معلومات ورکوي او دا ایران ته توان ورکوي، چې په سیمه کې خپل هدفونه په نښه کړي. زیلینسکي ويلي وو، چې د اوکراین استخباراتي ادارو ته یې لارښوونه کړې، چې ياد معلومات له خپلو “شریکانو” سره شریک کړي.

ایران انټرنیشنل تلويزیون په يوه راپور کې ويلي، اوکراین د ایران او روسیې ترمنځ همکارۍ ته د “یوې متحدې پوځي شبکې په نظر ګوري، چې دا دواړه جګړې پکې شاملې دي” او د اوکراین اقدامات ښیي، چې دغه هېواد د ایران اوامريکا په شخړه کې “په لا مستقیم ډول ښکیل” کېږي.

شنونکي بیا هم په دې باور دي، داسې امکان نه تر سترګو کېږي، چې د امریکا او ایران شخړه د روسیې او اوکراین له جګړې سره یوځای شي.

د اوکراین د لرې واټن بريدونو وړتيا محدوده ده او د ایران په خاورې برید ورته ستونزمن دی. په ورته ورخت کې ایران ښه پوهېږي، چې اوکراین یې اصلي دښمن نه دی او پر اوکراین د برید لپاره د قیمتي لرې واټن ويشتونکو وسلو مصرف به د لګښت په پرتله کمې ګټې ورته ولري. ایران ممکن په بل ګام کې اوکراین ته لاسخت خبرداری ورکړي یا ښايي سمبولیک غچ ترې واخلي، خو داسې امکان نه ښکاري، چې دواړه خواوې يوې بشپړې شخړې ته ولاړې شي.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ له لويز لولا سره ټلیفوني خبرې وکړې

جولای 27, 2026

پيټر پيليګريني چين ته ورسېد

جولای 27, 2026
Screenshot

پاپوا نوي ګيني د تای بې د اقتصادي چارو دفتر وتاړه

جولای 27, 2026

د چین د جینګ ده جن د خټو لوښي تاریخي پاتې شوني د نړیوال میراث لېست کې شامل شول

جولای 27, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In