د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای د ۲۸مې نېټې په سهار په سپینې ماڼۍ کې د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره ليدلي دي. دا د روان کال د فبرورۍ له پای راهیسې، کله چې دواړو هېوادونو پر ايران ګډ پوځي عمليات پيل کړي، د دواړو مشرانو ترمنځ لومړۍ مخامخ لیدنه ده.
امریکایي رسنیو ويلي، د ډونالډ ټرمپ او بنیامین نتنیاهو ترمنځ ليدنې څه باندې یو ساعت دوام کړی دی. ډونالډ ټرمپ له دې مخکې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره هم شاوخوا يو ساعت خبرې کړې وې.
سپینې ماڼۍ تراوسه د دغو خبرو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو وړاندې يې رسنيو ته ويلي وو، چې ټرمپ او نتنياهو به د ايران پر جګړې سربیره د ابراهیم تړون په اړه، چې د اسراییلو او عربي هیوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو لپاره طرحه شوی، خبرې وکړي او همدارنګه د امریکا، اسراییل او لبنان ترمنځ د درې اړخیز چوکاټي تړون په پرمختګونو به هم وغږيږي.





























