د پانګونې بینالوزراتي کمېټې په نوبتي غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري هېواد کې د تراکتور او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د بحث لپاره وړاندې شوې، چې تر ارزونې وروسته دغه طرحه د تایید وړ بلل شوې ده. دغه راز، په غونډه کې د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د عامې روغتیا وزارت پر ځمکه د کفټریا او هټیو جوړولو طرحه هم له ارزونې وروسته د تایید وړ بلل شوې ده.





























