سره له دې چې د ملي یووالي د حکومت پر مهال د ولسي جرګې په کار کې ډېرې ستونزې موجودې وې، اوس د مشرانو جرګې قانوني مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راغلی دی. د ملي یووالي د حکومت له پیل وروسته د ولسي جرګې کاري موده پوره شوه، خو ولسمشر غني د یوه فرمان له لارې ددوی کاري موده وغځوله، چې بیا یې همداسې تر تېر ژمي پورې دوام وکړ. سره له دې چې د ولسي جرګې ټاکنې تر ډېرو ستونزو وروسته وشوې، خو تر دې دمه یې وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې.
اوس د مشرانو جرګې قانوني مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راغلی دی او د حقوقي شنونکو په باور، د دغه شورا دوه ثلثه نه پوره کېږي، نو ځکه قانوني مشروعیت نه لري. شنونکي وایي، د مشرانو جرګې د دوو ثلثو کاري دوره پای ته رسېدلې او د جرګې د کار دوام حقوقي مشروعیت نه لري. د دوی په خبره، د مشرانو جرګې دوه ثلثه چې انتخابي دي موده یې پوره شوې او اوس یوازې په ۳۴ انتصابي سناتورانو نصاب نه بشپړېږي او د کار دوام یې حقوقي مشروعیت نه لري.
مشرانو جرګه چې غړي یې له دریو ثلثو ولسوالیو شورا، ولایتي شورا غړو او انتصابي سناتورانو جوړه ده، د دوو ثلثو کاري موده یې پای ته رسېدلې ده. د حقوقي چارو شنونکي وایي، د اساسي قانون د ۸۴مې مادې له مخې، د ملي شورا مشرانو جرګې انتخابي غړو کاري موده پای ته رسېدلې او د دې جرګې نصاب یوازې په ۳۴ انتصابي غړو نه تکمیلېږي. شنونکي وایي چې مشرانو جرګه حقوقي مشروعیت نه لري، نو د کار دوام او پرېکړې یې د قانون خلاف دي. د حقوقي چارو شنونکی سبحان مصباح وایي: ((د افغانستان د اساسي قانون په ۸۴مه ماده کې راغلي، چې دغه جرګه به له دریو ثلثو جوړېږي. اوس چې د انتخابي پوستونو معیاد ختمېږي، نو مشرانو جرګه خپل قانوني مشروعیت له لاسه ورکوي)).
د حقوقي چارو شنونکي وایي چې حکومت پر وخت د ولسوالیو او ولایتي شورا انتخابات ونه شوای کړای او اوسمهال یې د دوو انتخابي دورو کاري موده ختمه شوې. حقوقپوه عبدالستار سعادت وایي: ((حکومت ټاکنې ونه شوای کړی. د دوی د کار دوام حقوقي مشروعیت نه لري. د سنا دوې برخې نشته، خو یوه برخه یې چې ۳۴ کسان کېږي او انتصابي سناتوران دي، پرېکړې نه شي کولی او قانوني مشروعیت نه لري)).
په همدې حال کې د ملي شورا پخواني غړي نیوکه کوي، چې د انتخابي سناتورانو کاري مودې له پای ته رسېدو پرته په ۳۴ انتصابي سناتورانو کې هم ستونزې شته. دوی وایي چې د ښځو، معلولینو او کوچیانو پر ځای، ولسمشر په سلیقوي ډول سناتوران انتصاب کړي دي. پخوانی سناتور شېرمحمد اخوندزاده وايي، ډېری اوسني سناتوران د ولسمشر له لوري په سلیقوي ډول ټاکل شوي او هېڅ ډول معیار په پام کې نه دی نیول شوی، په داسې حال کې چې د سناتورانو د انتصاب لپاره ځانګړي شرایط موجود دي.
حقوقي شنونکي او د ملي شورا پخواني غړي اندېښنه ښيي، چې اوسمهال دولت نیمګړی دی او د دغه حالت مسوولیت ټاکنیزو کمېسیونونو او حکومت ته ورګرځي.



































