د افغانستان د سرو زرو او زرګرۍ صنعت د پیاوړتیا په موخه په کابل کې د دغه صنعت لومړنی ځانګړی درې ورځنی نندارتون جوړ شو. په نندارتون کې د کورنیو زرګرانو تولیدات، د سرو زرو او ګاڼو نوي ډیزاینونه او هنري وړتیاوې نندارې ته وړاندې شوې دي. د افغانستان د زرګرانو ټولنه وایي، د نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو معرفي، د صنعتکارانو، پانګهوالو او سوداګرو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د نویو سوداګریزو فرصتونو رامنځته کول دي. د یادې ټولنې مسوولین زیاتوي، د زرګرۍ صنعت پراختیا او بهرنیو بازارونو ته د کورنیو تولیداتو رسول کولی شي د کارموندنې، پانګونې او اقتصادي ودې لپاره نوې لارې پرانیزي.





























