د نيپال د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د اګست په ۲۷مې نېټې ويلي، چې په دغه هېواد کې د راوتلو زورورو سېلابونو له امله تر دې دمه په سیلاب ځپلو سیمو کې ۳۵۹ جسدونه پيدا شوي او ۹۱۰ کسان لاهم بې درکه دي.
يادې ادارې پر ټولنيزو رسنيو یو لړ ابتدايي شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په ورکو کسانو کې د څه باندې ۳۰ هېوادونو ۵۱۷ بهرني سيلانيان او ۱۲۷ کورني سېلانيان، ۱۰۴ ځايي پوليس او ۱۶۲ ځايي اوسېدونکي شامل دي.





























