د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د اګست له ۳۰مې نېټې څخه د سپتمبر تر ۳مې نېټې پورې په قرغېزستان کې د ۲۰۲۶ کال د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې ګډون وکړ او قرغېزستان او مصر ته یې رسمي سفرونه وکړل. د دې سفر په پای کې، د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي خبریالانو ته اړوند معلومات ورکړل.
وانګ يي وویل چې د نړیوال نظم د چټک پرمختګ او پېچلي او بې ثباته نړیوال وضعیت په وړاندې، رئیس شي جین پینګ منځنۍ اسیا او منځني ختیځ سیمې ته سفرونه کړي دي. د دې سفر اصلي موضوع یووالی او همکاري دي چې په ګډ راتلونکي متمرکز دی او د مساوات او عدالت ملاتړ یې وکړ او د بېلا بېلو خواوو ترمنځ د همکارۍ په اړه د اجماع د رامنځته کولو او د نړیوالې حکومتولۍ د اصلاح او ښه کولو لپاره مهم عملي او ژور اهمیت لري. رئیس شي جين پينګ د ۵ ورځو او ۴ شپو په جریان کې له ۲۰ څخه زیاتو دوه او څو اړخیزو فعالیتونو کې ګډون وکړ. دا سفرونه له مهمو پیغامونو ډک دي او بشپړه بریا یې ترلاسه کړې ده.





























