د ایران د اسلامي جمهوریت وسله والو ځواکونو ويلي، چې دوی د سپتمبر په ۳مې نېټې د توغنديو او ډرونونو په واسطه په کویټ او عربي متحده اماراتو کې پر امریکایي پوځي اډو بريدونه وکړل او زياته يې کړه، چې دوی به د امریکا بريدونو ته په غبرګون کې خپلو عملیاتو ته تر هغه وخت پورې دوام ورکړي، چې وروستۍ بریا تر لاسه او تېری کوونکو ته سزا ورکړي.
په اعلامیه کې راغلي، چې په کويټ کې احمد الجابر هوايي اډه په لوېدیځې آسیا کې د امریکایي ځواکونو لپاره د یو مهم لوژستیکي او ملاتړي مرکز په توګه کار کوي او د امریکا په هوايي عملياتو او نظارتي دندو کې مهم رول لوبوي. په عربي متحده اماراتو کې المنهاد هوايي اډه د بهرنیو ځواکونو لپاره د لوژستیکي ملاتړ او هوايي ترانسپورت له مرکزونو څخه دي.






























