د هوا پېژندنې نړیوال سازمان د سپتمبر په دریمې نېټې په یوه اعلامیه کې د (( ايل نینو)) پدیدې پیل تایید کړی او اټکل يې کړی، چې دا پدیده به په راتلونکو څو میاشتو کې په خورا سختې ال نینو پديدې بدله شي، چې د نړۍ په کچه به د بارانونو او تودوخې پر بڼو ډېر لوی اغېز وکړي او د سختې او غیرعادي هوا خطر به زیات کړي.
ایل نینو یا په ساده ژبه د ارام سمندر د اوبو غیر عادي تودخه ده چې یوه اقلیمي پدیده ګڼل کېږي.
په اعلاميه کې ويل شوي، چې د استوایي آرام سمندر په اوبو کې د غیرعادي تودوخې له امله اټکل کېږي چې ايل نینو پدیده به د روان کال تر پای پورې خپل اوج ته ورسېږي او نږدې سلو په سلو امکان به وي، چې دا حالت د ۲۰۲۷م کال تر فبروري پورې دوام ولري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش په دې اعلاميه کې خبرداری ورکړ، چې “زمونږ د سترګو پر وړاندې خورا سخته ايل نینو پديده راڅرګندېږي.” هغه وويل، د سمندري سطحې او هوا د تودوخې په پرله پسې لوړېدو سره نړۍ د خورا سختې هوا “خطرناک زون” ته ننوتلې ده.






























