امریکا او طالبان به په راتلونکې غونډه کې یوازې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې کوي. د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین له فرانس پرس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې په تېرو غونډو کې طالبان او امریکا د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر یو لړ هوکړو ته رسېدلي دي، خو ځينې جزیات د بحث وړ دي. دده په وینا د بهرنیو ځواکونو وتل د راتلونکي مذاکراتي پړاو د بحث عمده موضوع ده. سهیل شاهین وایي د نورو خبرو د دوام لپاره د بهرنیو ځواکونو وتل د طالبانو مهم شرط دی. خو بل پلو څو ورځې وړاندې زلمي خلیلزاد بیا ویلي وو، چې طالبان باید تر هر څه وړاندې اوربند وکړي. دده په خبره د خبرو د دوام لپاره دی پر اوربند ټینګار کوي او طالبان هم باید دا مسئله درک کړي، چې د عملیاتو په اعلان سره سولې ته نه شي رسېدلی.



































