د لغمان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي، چې د قرغیو ولسوالۍ د چهارباغ په سیمه کې د ۱۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت د وریجو د پروسس او بستهبندۍ د یوې فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ریاست په وینا، دغه فابریکه به ۱۰۰ کسانو ته مستقیم او له ۴۰۰ تر ۶۰۰ کسانو پورې غیرمستقیم کاري فرصتونه برابر کړي. د مسوولینو په خبره، د دې فابریکې په جوړېدو سره به د وریجو د پروسس ظرفیت لوړ، کورنی تولید پیاوړی او د سیمې د اقتصادي ودې لپاره به مناسب فرصتونه رامنځته شي.





























