ډاکټر عبدالله عبدالله وايي سولې ته د رسېدو لپاره د رهبري شورا فعالیتونه مهم دي. ډاکټر عبدالله عبدالله چې نن یې د وزیرانو شورا په غونډه کې خبرې کولې وویل، د سولې یوه جامع رهبري شورا کولی شي د افغانستان جګړې او اوسنۍ ستونزه د تل لپاره حل کړي او افغانان سولې ته ورسوي. دده په خبره په اوسنیو شرایطو کې یادې شورا ته ډېره اړتیا لیدل کېږي او باید چارې یې منسجمې شي. افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره د سولې رهبري شورا جوړه کړه، چې ویل کېږي اختلافات پکې موجود دي. ډاکټر عبدالله همدا راز په هېواد کې پر روان وضعیت او امنیتي پېښو خواشیني څرګنده کړه او په خبره یې له دې حالت د وتلو یوازینۍ لار د سولې خبرې دي. هغه همدا راز د حکومت له روان سیاسي حالت هم سر وټکاوه او وايي، چې سیاسي حالاتو یې صحت او فکر ګډوډ کړی دی خو بیا هم هیله لري چې افغانستان له کشمکشونو را ووځي او دایمي ثبات ټینګ شي.



































