راپورونه وايي، د سمنګان ولايت د ډبرو سکرو په يوه کان کې اته کان کيندونکي وژل شوي دي. د سمنګان د ولايتي شورا ریيس راز محمد ويلي، دغه پېښه پرون ناوخته په دره صوف ولسوالۍ کې شوې. د هغه په خبره اتو کان کيندونکو په کان کې د ګازو خپرېدو له کبله ساه ورکړې ده. د ولايتي شورا ریيس وايي، د دغو کان کيندونکو مړي له کان څخه چې ١٥٠٠ متره ژور و، ايستل شوي دي. د افغانستان کانونه تر ډېره په غیر مسلکي توګه استخراجېږي، چې وخت ناوخت د ورته خونړیو پېښو شاهدان وي.