په هلمند کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د هلمند ولایت د بُست دولتي روغتون په یوه څانګه کې ماشومانو ته د واکسین د تطبیق پروګرام په عادي ډول مخته ځي، خو په لېرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې د طالبانو د مخالفت له کبله دریدلی دی. د هلمند د عامې روغتیا رئیس عبدالاحد حازم وايي، تازه د دې ولایت په واشېر او سنګین ولسوالیو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوي او د دې وایروس د موجودیت په اړه يې اندیښنې ډېرې کړي دي. تردې وړاندې هم په دې ولایت کې دوه مثبتې پېښې موجودې وې. ویل کېږي یوه بله مثبته پېښه په ارزګان کې هم ثبت شوې ده.



































