یوې باوري سرچینې بي بي سي ته ویلي، داسې هڅې روانې دي چې یو شمېر نورو هېوادونو کې هم افغان طالبانو ته دفترونه پرانستل شي او په دې توګه د سولې خبرې د قطر له انحصاره و ایستل شي. سرچینې زیاته کړې، اندونیزیا، برونای او ازبکستان په خپلو خاورو کې طالبانو ته د دفتر د پرانیستو وړاندیز کړی دی. د سرچینې په وینا چې دغه خبرې تر اوسه یوازې د بحثونو په کچه دي. دغه سرچینه دا هم وایي چې لومړنۍ بین الافغاني ناسته به قطر کې کیږي او تمه ده دویمه هغه به د ازبکستان په سمر قند ښار کې چې اسلامي ارزښت هم لري، ترسره شي. ټاکل شوې وه چې په روانه میلادي میاشت کې د افغان سیاسیونو او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې وشي، خو دغه غونډه لغوه شوه. افغان حکومت یې پړه پر قطر اچوي، خو طالبان وايي افغان حکومت دغه غونډه لغوه کړه او هڅه کوي د سولې روان فعالیتونه تخریب کړي.



































