امریکا وايي د افغان سولې په برخه کې د پخوا په پرتله پیاوړي ګامونه اوچتوي. د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي، چې خپل بل سفر یې پيل کړی دی او د سولې لپاره به تر پخوا مهم او اړین ګامونه اوچتوي. د زلمي خلیلزاد په خبره په دې سفر کې به یې تر ډېره تمرکز پر دې وي چې د افغان سولې لپاره نړیوال ملاتړ پياوړی کړي او همدا راز د بین الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي. دده په خبره په دې سفر کې به افغان حکومت او طالبان وهڅوي چې د مخامخ مذاکراتو لپاره د زمینې برابرولو کې همکاري وکړي. خلیلزاد به د روانې اپرېل له ۲۱ مې د راتلونکې مۍ میاشتې تر ۱۱مې پورې په دغه سفر بوخت وي. هغه به برېتانیا، روسیې، هند، قطر، افغانستان او پاکستان ته لاړ شي.



































