په کابل کې د روسیې سفارت وایي، د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به مسکو د افغان سولې په تړاو د روسیې، امریکا او چین هېوادونو کوربه وي. له یاد سفارته د خپرې شوې اعلامیې له مخې، په دغه درې اړخیزه ناسته کې د افغانستان لپاره د یادو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي. ټاکل شوې په دغه غونډه کې د افغانستان پر روانو حالاتو، په دوحه کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ پر خبرو او دغه راز د افغانستان د ملي پخلاینې پر بهیر هم خبرې وشي. د روسیې سفارت زیاتوي چې یاده درې اړخیزه ناسته کوم نوښت نه دی، بلکې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د نړیوالو شرایطو د برابرولو لپاره د نړیوالو لوبغاړو یوه هڅه ده چې له دغو هڅو د ملاتړ په موخه ترسره کېږي.



































