شنبه, مارچ 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

د ملګرو ملتونو سازمان ۷۳یمه غونډه او افغانستان

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز

اکتوبر 3, 2018
in تحلیل
0 0

تېره اونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان ۷۳یمه غونډه جوړه شوه چې د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګ له افغانستانه هم د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پکې ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د غړو هېوادونو د مشرانو او استازو ترمنځ د نړۍ په کچه پر بېلابېلو ګرمو موضوعاتو بحثونه وشول. د غونډې په دویمه ورځ د افغانستان اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله هم وينا وکړه او په خپلو خبرو کې يې د سولې او ثبات لپاره پر ګډو سیمه‌ ییزو همکاريو ټینګار وکړ. نوموړي له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستانه وغوښتل چې له افغانستان سره د «ترهګرو» په نښه کولو کې مرسته وکړي او په ګډه د هغوی پټنځایونه له منځه یوسي.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي، انتونیو ګوترېش د پیل په خبرو کې وویل، چې نړیواله ټولنه له سترو ننګونو سره مخ ده او په نړیواله کچه کړکېچ هم زیات شوی دی. نوموړي دغه راز وویل چې پر نړیوالو بنسټونو هم باور کم شوی او موږ د امنیت نړیواله شورا کې د دوه‌ قطبيتوب شاهدان یو.

د افغانستان په قضیه کې د ملګرو ملتونو سازمان رول، د دغه سازمان په وروستۍ ناسته کې د ډاکتر عبدالله ګډون او دا چې په دې غونډه کې څه تېر شول؟ هغه موضوعات دي چې دلته پرې بحث شوی دی.

افغانستان او د ملګرو ملتونو سازمان

د ملګرو ملتونو سازمان له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته د ۵۱ هېوادونو له لوري په ۱۹۴۵ز کال کې رامنځته شو او افغانستان یې په ۱۹۴۶ز کال کې رسمي غړیتوب ترلاسه کړ. په ۲۰۰۶ ز کال کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو شمېر ۱۹۳ ته ورسېد؛ خو ټایوان او واتیکان هغه دوه هېوادونه دي چې د دغه سازمان غړيتوب نه لري.

د ملګرو ملتونو سازمان له ۱۹۷۹ز کال وروسته، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد پر یرغل د یوه پرېکړه‌لیک په صادرولو سره اعتراض وکړ. دغه راز په افغانستان کې د شوروي اتحاد له یرغل وروسته وضعیت ته په کتو سره بيا د دغه سازمان یو شمېر بنسټونو دلته خپل فعالیتونه هم پیل کړل. د «ژنیو» هغه هوکړه ‌لیک چې په ۱۹۸۸ز کال کې لاسلیک شو او د شوروي اتحاد لښکرو ته یې له افغانستانه د وتلو زمینه برابره کړه، هم د ملګرو ملتونو سازمان د هڅو پایله وه.

له افغانستانه د شوروي اتحاد د لښکرو له وتلو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال د ملګرو ملتونو سازمان هڅه وکړه چې په افغانستان کې د دغو جګړو مخه ونیسي؛ خو کومه پایله یې ونه لرله. د طالبانو د رژیم پر مهال یې هم هڅه وکړه چې د شمالي ټلوالې او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي؛ خو دغو هڅو هم کومه مثبه پایله ورنه کړه.

په ۲۰۰۱ ز کال کې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو او د امریکا په همکارۍ د نوي نظام په رامنځته کېدو سره، دغه سازمان په افغانستان کې خپل فعالیت پراخ کړ. د اداري سیسټم له رامنځته کولو نیولې بیا د لویې جرګې تر تدویره او ټاکنو ترسره کېدو، دغه سازمان بېلابېل ماموریتونه ترسره کړل؛ خو د ۱۷ کلونو په تېرېدو سره لا هم افغانستان له سیاسي، اقتصادي او امنیتي بې ‌ثباتۍ سره مخ دی او په افغانستان کې د دغه سازمان ماموريتونو او کړنو ته په کتو سره د افغانستان په قضيه کې د دغه سازمان پر رول نيوکې شته دي.

په ۷۳یمه غونډه کې د افغانستان ګډون

د ملګرو ملتونو سازمان په ۷۳یمه غونډه کې د ولسمشر  غني نه ګډون او پر ځای یې دې غونډې ته د اجرائیه رییس ورتګ، داسې ګنګوسې راپورته کړې، چې د ولسمشر غني او ډونالډ ټرمپ د ادارې ترمنځ په اړیکو کې د بې ‌باورۍ پر شتون شکونه راپیدا کوي.

د پژواک خبري اژانس له‌خوا په یوه خپاره شوي راپور کې د یوې کره حکومتي سرچینې له قوله ویل شوي: «ټاکل شوې وه چې ولسمشر غني د ملګرو ملتونو په ۷۳یمه غونډه کې ګډون وکړي او د دې ناستې په یوه برخه کې له ډونالډ ټرمپ سره وویني؛ خو سره له دې چې په همدې موخه د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ یو افغان پلاوی امریکا ته تللی و، خو ټرمپ له افغان ولسمشر سره لیدنه رد کړې او ویلي یې وو چې له اشرف غني سره به د نوموړي مرستیال مایک پېنس لیدنه وکړي.» سرچینه وایي، له همدې امله ولسمشر غني د ملګرو ملتونو سازمان په وروستۍ غونډه کې ګډون ونه کړ.

که څه هم ارګ او بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې بې‌ بنسټه بللې؛ خو دا چې ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو سازمان عمومي غونډې ته په خپله وینا کې د افغانستان په اړه حتی یوه خبره هم ونه کړه، په اړه یې شکونه زيات شول.

په افغانستان کې له تېرو ۱۷ کلونو راپدېخوا د امریکا روانه جګړه په اوسمهال کې له یو ډول ابهام او ناکامۍ سره مخ ده. امریکا له ۲۰۰۱ ز کال را وروسته د همدې جګړې د ګټلو په موخه بېلابېلې تګلارې وکارولې؛ خو تر دې دمه یې یوازینۍ لاسته راوړنه دا ده چې جګړه روانه ساتل شوې.

امریکا پر افغانستان له یرغل را وروسته د یوه نوي حکومتي نظام د رامنځته کولو په موخه تر دې مهاله میلیاردونه ډالر له افغانستان سره مرسته وکړه؛ خو لا هم دغه هېواد له سیاسي، اقتصادي او امنیتي بې‌ ثباتۍ سره مخ دی او د اداري فساد له امله د نړۍ د فاسدو هېوادونو په سر کې راځي.

دغه وضعیت ته په کتو سره په وروستیو کې ډونالډ ټرمپ زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره خپل ځانکړی استازی وټاکه، څو په افغانستان کې له روان مبهم وضعیت څخه د وتلو لار ومومي. ډېری شنونکي په دې اند دي چې د ټرمپ اداره د ملي یووالي حکومت له کړنو نا خوښه ده؛ ځکه وضعیت دومره خراب شوی چې یو شمېر سیاسي احزاب، پخواني حکومتي چارواکي او ملي شورا له امریکا سره د شوي امنیتي تړون پر بیا کتنې ټینګار کوي او دا هغه مسئله ده چې امریکا یې په هېڅ بیه نه مني. داسې انګېرل کېږي چې په افغانستان کې د وضعیت د مبهم والي له امله ټرمپ د افغانستان له رهبرانو سره نه ګوري. ځکه دوی هم د افغانستان د وضعیت په اړه مشخص تصویر او تګلاره نوموړي ته نه شي وړاندې کولی.

په ۷۳یمه ناسته کې څه تېر شول؟

د ملګرو ملتونو سازمان په ۷۳یمه غونډه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرې، د زیاتره رسنیو د خبرونو سرټکي شول. نوموړي غونډې ته د وینا پر مهال ایران هغه هېواد وباله چې د منځني ختیځ په لر او بر کې یې د «وژنو، ګډوډیو او ورانکاریو» تخم کرلی دی. نوموړي ایران هغه هېواد  وباله چې «نه خپلو ګاونډیانو، نه پولو او نه هم د نورو هېوادونو ملي حاکمیت ته درناوی کوي.»

ډونالډ ټرمپ د امنیت شورا په غونډه کې هم پر ایران او روسیې تور پورې کړ، چې ګواکي دغه هېوادونه په سوریه کې د خلکو په عام وژنه کې لاس لري. نوموړي پر چین هم نیوکه وکړه او  ویل یې چې دغه هېواد غواړي د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د بریا د مخنیوي په پار لاسوهنې وکړي. ټرمپ دغه راز وویل چې نوموړی د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې د سوداګرۍ په برخه کې یې چین ننګولی دی.

د ملګرو ملتونو په وروستۍ عمومي غونډه کې په سوریه، یمن او فلسطین کې د روان وضعیت په اړه هم خبرې وشوې؛ خو په دغه غونډه کې تر ټوله پیکه موضوع چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په خپلو خبرو کې اشاره ورته ونه کړه، د افغانستان قضيه وه.

د افغانستان اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله که څه هم د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي غونډې په دویمه ورځ وینا وکړه؛ خو په دغه وینا کې داسې څه چې رښتیا هم د نړیوالو پام د افغانستان قضیې ته زیات کړي، نه لیدل کېږي. نوموړي د افغان دولت او وسله‌والو مخالفینو ترمنځ د سولې په اړه داسې خبرې وکړې چې د سولې په تړاو د حکومت د کمزورې ارادې ښودنه کوي. دغه راز یې د سیمه ‌ییزو قضیو په اړه هم داسې څه بیان نه کړل چې د نړیوالو پام ځان ته را واړوي.

د ملګرو ملتونو سازمان د ۷۳یمې غونډې په څنډو کې اجرائیه رییس د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره وکتل او دواړو لورو له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ. روحاني د تهران او کابل ترمنځ د جامع هوکړه‌لیک د نهایي کولو غوښتونکی شو او ویې ویل، هېواد یې چمتو دی چې چابهار بندر ګټې اخیستنې ته وسپاري او د افغانستان تر پولې د اورګاډي پټلۍ ورسوي.

ډاکتر عبدالله د ملګرو ملتونو سازمان له سرمنشي سره هم وکتل او نوموړي ته یې ډاډ ورکړ چې له بایومېټریک څخه په استفادې له رڼو او با اعتباره ټاکنو به ملاتړ کوي. د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ټنیګار وکړ چې د رڼو او با اعتباره ټاکنو ترسره کول کولای شي چې په افغانستان کې د سیاسي ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي. نوموړي په دغه لیدنه کې وویل چې د افغانستان او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې تر اوسه د پاکستان په سیاستونو کې بدلون نه دی راغلی او ټینګار یې وکړ چې له اوسنیو ستونزو څخه د وتلو یوازینۍ لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ رښتینې همکاري ده. د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ډاکتر عبدالله ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې زموږ موخه په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت دی.

اجرائیه رییس دغه راز د مرکزي او سویلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې سره ولیدل. په لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې په خبرو اترو، د افغانستان په سیمه‌ ییزو اړیکو، د هېواد په امنیتي وضعیت او نورو مهمو مسایلو خبرې وکړې.

له دې ټولو سره سره، اجرائیه رییس د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي غونډې په څنډه کې د ډنمارک او بلجیم له لومړيو وزیرانو سره لیدنې وکړې او د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو په پراختیا ټینګار وشو.

Share8Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In