د بشري حقونو د څار نړیواله ډله وایي، د جرمونو نړیواله محکمه دې پر خپله پرېکړه له سره کتنه وکړي. ددغه بنسټ مشرې ویلې په افغانستان کې د طالبانو، افغان ځواکونو او امریکايي په تېره سي ای اې ځواکونو له لوري د عامو وګړو حقوق تر پښو لاندې شوي او د جرمونو نړیواله محکمه باید په دې اړه پلټڼې وکړي. د سرچینې په خبره د افغانستان په جګړه کې په سلګونو داسې پېښې شوې چې د خلکو او رسنیو له سترګو پنا دي خو د جرمونو نړیوالې محکمې دا هیلې پيدا کړې وې، چې دغه پېښې به څېړي او مجرمین به یې خپله سزا ویني. د بشري حقونو د څار نړیواله ډله د جرمونو د نړیوالې محکمې پر پرېکړه چې ویلي یې وو، په افغانستان کې د امریکا جنګي جنایتونه نه څېړي، خواشیني ښيي او ټینګار کوي چې دغه محکمه دې پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي. سرچینه وایي په افغانستان کې زرګونه خلک عدالت غواړي او یو بنسټ باید وي چې ددوی غږ واوري.



































