بهرنیو ځواکونو د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په صدمرده سیمه کې د شوي برید له امله بښنه غوښتې او زیانمنو کورنیو ته یې د دیت په توګه تر دوه میلیونه افغانۍ هم ورکړې دي. د میدان وردګو د والي ویاند محب الله شریفزي د دې خبر په تایید سره وویل چې په شوي برید کې د ملکیانو د وژنې تر ادعا وروسته دوی څېړنې وکړې چې په خبره یې په وژل شویو کې ملکیان هم شامل وو، نوموړي زیاته کړه، د ګډو ځواکونو په استازولۍ جنرال اډمیرال یاد ولایت ته ورغلی او د بښنې تر څنګ یې د وژل شویو ملکیانو وارثینو ته دوه میلیونه دوه لکه او پنځوس زره افغانۍ هم ورکړې دي. شریفزی زیاتوي چې نوموړي یاد ولایت ته په خپل سفر کې د ملکي مرګ ژوبلې پر مخنیوي هم ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې وړاندې تر دې په دې عملیاتو کې وژل شوي کسان ترهګر بلل شوي وو او مسولو چارواکو د ملکي وګړو تلفاتو خبرونه دروغ او د طالبانو تبليغات بللي وو.



































