اروپايي هېوادونو په افغانستان کې د سولې له ټولو هڅو د ملاتړ ژمنه کړې ده. د برېتانیا د حکومت د اړیکو اداره وایي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، د برېتانیا، ايټالیا، فرانسې، ناروې، جرمني او اروپايي ټولنې له ځانګړو استازو سره د افغانستان پر مسئله خبرې کړې دي. یادو لورو په لندن کې پر افغان سوله خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې په دغه هېواد کې باید روانه جګړه ژر تر ژره ختمه کړل شي. اروپايي هېوادونو ویلي چې دوی په افغانستان کې ددایمي ثبات غوښتونکي دي او هیله لري چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره شي او دواړه لوري یوې عملي هوکړې ته سره ورسېږي. اروپايي ټولنې همدا راز ټینګار کړی، چې دوی د افغان پوځ ملاتړي دي او د ترهګرۍ ضد روانه مبارزه کې به یې همکاري کوي. زلمي خلیلزاد هم ویلي چې دی د افغان سولې لپاره د نړیوال ملاتړ په پیاوړتیا پسې وتلی دی او له ټولو ملګرو هېوادونو به وغواړي چې د افغانستان د سولې په مسئله کې خپله همکاري وکړي.



































