سوله د افغانستان لپاره لومړیتوب دی، نو تر ټاکنو مخکې سوله د ټولو په ګټه ده. پخواني ولسمشر په روسیه کې له یوې ترکي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان د سولې لپاره بې مخینې او مهم فرصت رامنځ ته شوی دی. دده په وینا د افغان سولې لپاره د روسیې، چین او امریکا همکاري دا ښيي چې له مودو وروسته به جګړه ځپلی افغانستان د ثبات څښتن شي. دده په خبره که سیمه ییز هېوادونه همکاري وکړي افغانستان ډېر ژر ثبات او دایمي سولې ته رسېدلی شي. حامد کرزي همدا راز ویلي چې د افغانستان لپاره تر ټاکنو هم سوله لومړیتوب لري او تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې سوله او په دې برخه کې یوې پایلې ته رسېدل د ټولو اړخونو په ګټه دي.



































