د کاپیسا ولایت سلګونه اوسېدونکو د یو لاریون پر مهال حکومت یاد ولایت ته په نه پاملرنې تورن کړی دی. لاریونوال وایي، وروستیو سیلابونو ورته ډېر مالي او ځاني تاوانونه اړولي دي خو حکومت ورته هیڅ توجه نه ده کړې. دوی له همدې امله په اعتراض راوتلي او ددې ولایت لویه لار یې د ټرافیکو پر مخ تړلې ده. لاریونوالو ګواښ کړی چې تر هغو به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي څو پورې چې حکومت ورسره لازمې مرستې نه وې کړي. په ورته وخت کې د کاپیسا ولایت چارواکي وایي، د سیلاب ځپلو سیمو سروې یې شروع کړې او ژر به زیانمنو کورنیو ته د مرستو لړۍ پیل کړي.



































