اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن د جرمني د دفاع وزارت له مرستیال توماس سلبرهون سره لیدلي دي. له اجراییه ریاسته په خپرې شوې اعلامیه راغلي، عبدالله په یاده لیدنه کې په افغانستان کې د جرمني ځواکونو د ماموریت له دوام نه هرکلی کړی دی. سرچینه کاږي توماس هم له افغان امنیتي ځواکونو نه د ملاتړ تر څنګ زیاته کړې چې هېواد یې په نظامي برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ژمن دی. هغه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو هڅې ستایلې او دغه راز دواړو لوریو د افغان سولې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ګاونډیو هېوادونو پر رول هم ټینګار کړی دی.



































