جنوبي کوریا د افغانانو د خوراکي خوندیتوب لپاره د خوړو له نړیوال سازمان سره ۱۶ میلیونه ډالر مرسته کړې ده. په کابل کې د جنوبي کوریا سفير ژه هاپنګ هي يوې خبري غونډې ته وویل چې دا مرستې به په څلورو کلونو کې د افغانانو د خوړو خوندیتوب لپاره ولګېږي. نوموړي زیاته کړه چې دا مرستې به د خوړو په بدل کې د کار پروګرام له لارې د بدخشان، لغمان، ننګرهار، بامیان، دایکنډي، لوګر، پکتیا، پکتیکا او پروان ولایتونو کې ولګېږي او له دې لارې به څو ټولګټې پروژې پلې شي. هغه زیاته کړې چې هېواد یې وړاندې تر دې هم په بېلابېلو برخو کې افغانستان سره مرسته کړې او له دې وروسته هم مرستو ته چمتو دی.