امریکا وایي د افغان سولې په اړه یوې نړیوالې هوکړې ته نږدې شوې دي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، پرون یې له روسیې او چین سره بریالۍ او مهمې خبرې لرلې. دده په وینا ددوی پرونۍ خبرې ښيي چې امریکا د افغان سولې لپاره یوې نړیوالې هوکړې ته نږدې شوې ده. دده په خبره امریکا لا هم هڅه کوي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره په نړیواله کچه واحد نظر رامنځ ته کړي. هغه همدا راز ویلي چې افغانستان ثبات او سولې ته په نږدې کېدو دی او دغه هېواد به له دې وروسته د ترهګرو په ځاله بدل نه شي. هغه ټینګار کړی چې امریکا د افغان جګړې پای ته رسولو ته ژمنه ده او په دې برخه کې به نړیواله همکاري دغه ژمنتیا لا پیاوړې کړي.



































