د کورنیو چارو وزارت وایي، د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې آی خانم بندر له چهارشنبې راهیسې د طالبانو لاس ته لوېدلی و. په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ ناوخته دغه بندر بېرته د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلی دی. خبرپاڼه زیاتوي چې د بندر شاوخوا له طالبانو پاکه شوې او تصفیوي عملیات پيل شوي دي. کورنیو چارو وزارت همدا راز طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا هم کړې ده.



































