د پروان ولایت سلګونو اوسېدونکو نن د کابل ـ شمال لویه لار د پروان په مرکز کې بنده کړې او ادعا کوي چې دولتي ځواکونو تېره شپه په یاد ولایت کې د ملکي خلکو پر کورونو چاپه وهلې او شپږ ملکي وګړي یې وژلي دي. دوی دغه راز وایي، پلیو دولتي ځواکونو چې هوایي ملاتړ یې هم لاره د یاد ولایت په مرکز خلازیي سیمه کې د ملکي خلکو پر کورونو عملیات کړي دي چې په پایله کې یې شپږ ملکیان وژل شوي لس تنه ټپیان دي او شاوخوا شپاړس کسان یې له ځان سره بیولي دي. خو په پروان کې د دولتي امنیتي ځواکونو د همغږۍ مرکز قوماندان د پروان مرکز خلازيي سیمه کې د عملیاتو پر مهال د درېیو کسانو وژل کېدل تایید کړل او ویې ویل چې په دې ځمکینو او هوايي عملیاتو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. لاریونوال وایي وژل شوي او ټپیان ټول ملکیان دي خو د وسله والو د وژل کېدو په اړه معلومات نه لري. طالبانو تر اوسه د تېرې شپې عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.



































