د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېر ماښام له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي. په دې لیدنه کې خلیلزاد د خپلو سفرونو او راتلونکو پلانونو په اړه د ملي یووالي حکومت مشرانو ته معلومات ورکړي دي او ټینګار یې کړی چې امریکا د سولې او بین الافغاني مذاکراتو لپاره هېڅ ډول هڅې نه سپموي. ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې سوله یوازې د بین الافغاني مذاکراتو پر مټ راتللی شي. دواړو لورو ټینګار کړی چې د افغان حکومت په مشرۍ به د بین الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه برابرېږي. طالبان له څو میاشتو راهیسې له امریکا سره په مخامخ خبروبوخت دي، خو د امریکا او افغان حکومت له ټینګار سره سره دوی نه دي تیار شوي چې بین الافغاني مذاکراتو ته غاړه کېږدي.



































