جګړه د حل لار نه ده، بلکې د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې حل کېدلی شي. د حزب اسلامي مشر چې نن یې په ارګ کې د مجاهدینو د بریا یا غويي د اتمې په مناسب خبرې کولې وویل، نړیوالو او د افغانانو تجربو ثابته کړې چې جګړه د حل لار نه ده او باید په هېواد کې ددایمي ثبات لپاره د مذاکراتو لار خپله شي. حکمتیار همدا راز ویلي چې د ثور اتمه د افغانانو اصلي بریا نه ده، ځکه لا هم په هېواد کې جګړه روانه ده او له څلورو لسیزو راهیسې افغانان له خونړۍ جګړې کړېږي. هغه پر خلکو هم غږ کړی چې د سولې له هڅو ملاتړ وکړي او په ټاکنو کې برخه واخلي. دده په خبره افغانانو ته نه ده په کار چې یو ځل بیا په ټاکنو کې د نه ګډون تېروتنه تکرار کړي. هغه همدار راز وويل چې، امریکا او شوروي په افغانستان کې خپلو موخو ته و نه رسېدل او جګړې یې ناکامه کړل شوې.



































