د راپورونو له مخې ولسي جرګې ته د یوه ناکام نوماند پلویان نن هم د پلمخري ښار په دو سرکه سیمه کې لاریون کړی دی او د کابل شمال لاره یې د تګ راتګ پر مخ تړلې ده. د بغلان د والي ویاند محمود حقمل وايي، ټاکل شوې چې له کابل یو پلاوی راشي او له لاریونکوونکو سره وګوري. دده په خبره له دغه کسانو سره به تر خبرو وروسته لاره پرانیستل شي او لاریون به پای ته ورسېږي. بل پلو راپورونه وايي، دغه ناکام نوماند محبوب الله غفاري نومېږي چې دمګړی د درغلۍ په تور په کابل کې بندي دی. لاریون کوونکي وایي چې ژر تر ژره دې غفاري له بند خوشی او ددوی غوښتنې دې ومنل شي.



































