د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس عمر داوودزی وايي، د سولې مشورتي لویه جرګه به ترسره کېږي او د افغانستان له ګوټ ګوټ به خلک پکې برخه اخلي. دده په خبره دغه جرګه به د بین الافغاني مذاکراتو او له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه او لار برابره کړي. دده په خبره د افغانستان جګړه یوازې او یوازې د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې د حل وړ ده او طالبانو ته هم په کار ده چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي. داوودزي دا هم وویل، چې مشورتي لویه جرګه به د افغانستان د خلکو نظر له ځان سره ولري او دوی به د سولې لپاره سرې کرښې هم مشخصوي. ټاکل شوې چې مشورتي لویه جرګه سبا په کابل کې جوړه شي. داوودزی وايي چې په دې جرګه کې به د ۳ زرو په شاوخوا کې خلک برخه واخلي.



































